خانه خبرهاد ۲۰۲۵ کال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې دوه افغان مېرمنو وګټلې

د ۲۰۲۵ کال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې دوه افغان مېرمنو وګټلې

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات
Photo: Masouda Jala Facebook Page

د ۲۰۲۵ کال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې د بشري حقونو د څه باندې ۳۰ بنسټونو ایتلاف لخوا په افغانستان کې د ښځو چارو مخکېنۍ وزیرې مسعودې جلال او لور یې حسنا جلال ورکړل شوې.

د یاد سازمان څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه جایزې مور او لور د جینوا د بشري حقونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ترلاسه کړي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې دا جایزه د ټولو هغو افغان مېرمنو په استازیتوب چې د بشري حقونو لپاره یې هڅه کړې، مسعودې جلال او حسنا جلال ته ډالۍ شوې دي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې مسعوده جلال لومړنۍ مېرمن وه چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و او دا یې د هغې یوه میړانه بللې ده.

دغه راز د مسعوده جلال لوري حسنا جلال هم د افغان مېرمنو غورځنګ جوړ کړی چې په نړیواله کچه د ښځو غږ پورته کړي او د خپلې “زړورې مبارزې” په ترڅ کې خورا ډېر کړاو ګاللی دی.‌

دا جایزه د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په ۱۷مه کلنۍ غونډه کې د ټولو هغو افغان مېرمنو په استازیتوب ډالۍ شوې چې د انساني کرامت او برابرۍ لپاره یې مبارزه کړې ده.

د مالوماتو له مخې واک ته د طالبانو په رسېدو سره لکه د ځینو نورو ښځینه فعالانو په څېر مسعوده جلال او حسنا جلال هالنډ ته تللې دي او لا یې هم د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتلې ده.

د افغانستان دوه مېرمنو ته داسې مهال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې ورکول کیږي، چې په دغه هیواد کې د  ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هیواد کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی او دغه راز دوی له کار کولو منعه شوي او پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید