Home Newsپټې سینګارخونې؛ ښځینه سینګارګرې د طالبانو د میاشتني باج اخیستنې کیسې کوي

پټې سینګارخونې؛ ښځینه سینګارګرې د طالبانو د میاشتني باج اخیستنې کیسې کوي

by RM Media
0 views

بلقیس، هغه سینګارونکې چې په پټه په کور کې کار کوي، وايي چې د طالبانو د حوزې مسئول ته د زرو افغانیو له ورکړې وروسته یې یو ګواښوونکی ټیلیفوني تماس ترلاسه کړ: که له څلورو زرو افغانیو کمې پیسې ورکړي، کور به یې تلاشي او د کار ځای به یې وتړل شي.

نوموړې په کابل کې له هغو ښځینه سینګارګرو څخه ده چې وايي، د طالبانو د امنیتي حوزو مسئولان د دوی د پټو فعالیتونو د دوام لپاره هره میاشت پیسې غواړي او که پیسې ورنه کړي، د کور په تلاشۍ، د کار ځای په تړلو او نیولو یې ګواښي.

مریم او بلقیس، هغه دوه ښځې چې د دې راپور لپاره ورسره مرکې شوې، وايي چې خپله یې دا پیسې ورکړې دي. د دوی په وینا، پیسې نغدې اخیستل کېږي او په بدل کې یې هېڅ سند نه ورکول کېږي. په دې راپور کې د مرکه شویو ښځو نومونه د هغوی د خوندیتوب لپاره مستعار دي.

مریم وايي چې د روان کال د وږي په میاشت کې یې د حوزې مسئول ته څلور زره افغانۍ ورکړې دي؛ هغه پیسې چې د نوموړې په وینا، نغدې او لاس په لاس اخیستل شوې او په بدل کې یې هېڅ رسید نه دی ورکړل شوی.

د مریم په وینا، دا یوازې یو ځل نه دي شوي. نوموړې چې د سینګارګرۍ اته کلنه تجربه لري، وايي چې طالبان له شاوخوا یوه کال راهیسې، د روژې له میاشتې پرته، هره میاشت ترې پیسې اخلي.

نوموړې وايي: «د طالبانو د امنیتي حوزو مسئولان هره میاشت درې یا څلور زره افغانۍ باج اخلي. موږ یې هم ورکوو، ځکه پوهېږي چې په پټه په کور کې کار کوو. که پیسې ورنه کړو، د کار اجازه نه راکوي او ان ګواښ کوي چې زنداني کوي مو.»

پیسې څنګه راټولېږي؟

مریم وايي چې د حوزې مسئول ورسره خبرې کړې دي او دغه مسئول ته یو نږدې کس د کابل د پل‌سرخ سیمې له سینګارخونو پیسې راټولوي.

بلقیس هم وايي چې هره میاشت د حوزې مسئولانو ته پیسې ورکوي. د نوموړې په وینا، په حوزه کې د طالبانو له مسئول سره د سینګارخونو د خاوندانو د ټیلیفون شمېرې ثبت دي او د هرې میاشتې په پای کې ترې پیسې غوښتل کېږي. نوموړې زیاتوي چې له سینګارګرو ملګرو یې هم هره میاشت پیسې اخیستل کېږي.

د دواړو ښځو په روایتونو کې، د پیسو نه ورکول د کار د مخنیوي له ګواښ سره مل دي. بلقیس وايي: «که د حوزې مسئول ته پیسې ورکړې، څه نه وايي؛ خو که هره میاشت پیسې ورنه کړې، کار ته دې ستونزې جوړوي، موږ او پېرېدونکو ته سپکې سپورې وايي او د کار اجازه نه راکوي.»

مریم وايي چې طالبانو دوه ځله د هغې کور تلاشي کړی او د سینګارګرۍ یو شمېر ګران‌بیه وسایل یې له ځان سره وړي دي.

نیول او د پټو سینګارخونو پېژندل

تر دې وړاندې هم د ښځینه سینګارګرو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي، چې په هغوی کې په کورونو کې کارکوونکې ښځې هم شاملې دي.

ثریا، په هرات کې یوه ښځینه سینګارګره چې د دې راپور لپاره ورسره خبرې شوې دي، وايي چې خپله د پټ کار د دوام له امله نیول شوې او طالبانو ترې ژمنه اخیستې چې نور به سینګارګري نه کوي.

د دې ښځې په وینا، طالبان ځېنې ښځې سینګارخونو ته لېږي، څو د سینګارګرو د فعالیتونو په اړه خبر ورکړي. نوموړې وايي چې دا ښځې د سینګارګرو د کار ځایونو ته ورځي او بیا یې معلومات طالبانو ته رسوي.

یاسمین، بله سینګارګره چې په پټه په کور کې کار کوي، هم وايي چې ترې د پیسو غوښتنه او د کار ځای د تړلو ګواښونه دوام لري. د نوموړې په وینا، اوس یې د پخوا په پرتله د پېرېدونکو شمېر کم شوی او ځینې پېرېدونکي هم له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي او سینګارګرې ګواښي چې طالبان به یې له کاره خبر کړي.

ولې له ګواښونو سره سره کار ته دوام ورکوي؟

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د ښځینه سینګارخونو فعالیتونه منع کړل او د تړلو لپاره یې ټاکل شوې موده د هماغه کال د جولای په ۲۵مه پای ته ورسېده. په هغه وخت کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اټکل له مخې، په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۲ زرو سینګارخونو تړل کېدو، په دې برخه کې شاوخوا ۶۰ زره کارکوونکې ښځې د عاید له سرچینې بې‌برخې کولې.

مرکه شوې ښځې وايي چې له دې بندیز وروسته، د عاید د بلې سرچینې د نشتوالي له امله اړې شوې دي چې په پټه په کورونو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

مریم تر بندیز مخکې یوه مجهزه سینګارخونه لرله، خو له تړل کېدو وروسته یې خپل کار کور ته ولېږداوه. نوموړې وايي چې سینګارګري یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده او د خپلې کورنۍ لګښتونه له همدې لارې پوره کوي. د کور له تلاشۍ او د وسایلو له وړل کېدو سره سره، وايي چې د کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره بله لاره نه لري او خپل کار ته دوام ورکوي.

د یاسمین لپاره هم سینګارګري د دندې له لاسه ورکولو وروسته د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو یوه لاره وه. نوموړې وايي چې د طالبانو له راتګ مخکې یې په محکمه کې دنده لرله او هره میاشت یې له ۳۰ زرو افغانیو زیات معاش اخیست، چې د خپلې کورنۍ لګښتونه یې پرې پوره کول.

د یاسمین په وینا، په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز او د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته یې بل کار پیدا نه کړ او اړ شوه چې سینګارګري زده کړي.

نوموړې وايي: «په یوه سینګارخونه کې مې د کار زده‌کړه پیل کړه. بیا مې په کور کې سینګارخونه جوړه کړه، ځکه د کار لپاره مې بله لاره نه لرله او اړ وم چې د کور ټولې اړتیاوې له همدې لارې پوره کړم.»

بلقیس هم د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابروونکې ده او شاوخوا درې کاله کېږي چې په کور کې سینګارګري کوي. نوموړې وايي چې د نیول کېدو وېرې او د کار د راتلونکي نامعلوموالي یې ارامي اخیستې ده.

شکایت او د طالبانو د ځواب غوښتنه

بلقیس وايي چې له سینګارګرو د پیسو اخیستلو په اړه یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته شکایت کړی، خو کومه پایله یې نه ده ترلاسه کړې.

له سینګارګرو د پیسو اخیستلو او هغوی ته د ګواښونو د ادعاوو په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره، څو ځله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره اړیکه ونیول شوه، خو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې ځواب ترلاسه نه شو.

More to explore

Leave a Comment