خانه حقوق بشرملګري ملتونه: ۲۱.۴ میلیونه افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي

ملګري ملتونه: ۲۱.۴ میلیونه افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات
Photo: Social Media

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې نږدې ۲۱،۵ میلیونه ښځې او نجونې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو په ګډون د خپلو اساسي بشري حقونو له سیستماتیکې تباهۍ سره مخ دي.

راپور کې ویل شوي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو له کبله په دغه هیواد ښځې له بېړنيو بشري او د خوندیتوب له اړتیاوو سره مخ دي، چې په بېړنۍ توګه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د طالبانو مشر د یو حکم پر اساس پر نجونو طبی انسټیټونو کې پر زده کړو بندیز لګیدلی دی، چې په هیواد دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید