خانه خبرهاپکتیکا ولایت ولایت کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

پکتیکا ولایت ولایت کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات 28 بازدید
Photo: Cac/pac jap

د طالبانو دفاع وزارت تائید کړې چې تېر ماښام د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستاني پوځ لخوا هوایي بمبار شوی. 

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه بمبار کې عام ولسي خلک چې اکثره عام وزیرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون ‏یو شمیر ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ملي دفاع وزارت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو بمباري غندلې او هغه یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو حکومت به دا برید بې ځوابه پرې نږدي او له خپل حریمه دفاع خپل “مسلم حق” بولي.

بلخوا ځایي سرچینو ویلي چې

د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جيټ الوتکو په بريدونو کې تر اوسه د ۱۳ کسانو جسدونه موندل شوي او لا هم له خاورو څخه د پاتې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي. 

د پاکستان دې هوایي بریدونو په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي او دا یې د افغانستان پر خاوره د پاکستان مسقیم تېری بللی دی. 

له دې یو کال وړاندې هم پاکستاني جېټ الوتکو په خوست ولایت کې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي وو.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید