خانه حقوق بشرله موسیقۍ سره د طالبانو د دښمنۍ دوام: طالبانو په ننګرهار و میدان وردګو کې د موسیقۍ ۸۱۷ آلې سوځولي

له موسیقۍ سره د طالبانو د دښمنۍ دوام: طالبانو په ننګرهار و میدان وردګو کې د موسیقۍ ۸۱۷ آلې سوځولي

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات
Photo: Bakhtar News

طالبانو پر موسیقۍ د محدودیتونو په دوام د امربالمعروف محتسبینو له ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو څخه په سلګونه د موسیقۍ آلې او د موسیقۍ اورېدولو وسایل راټول او سوځولي دي.

 د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر دولتي اژانس ویلي، چې د امربالمعروف محتسبینو په ننګرهار ۶۵۷ او په میدان وردګو کې  ۱۶۰ د موسیقۍ آلې سوځولي دي.

 سرچینه زیاتوي چې یاد وسایل د امربالمعروف محتسبینو د تېرو څو میاشتو په موده کې د دغه ولایتونو په مرکز او ولسواليو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه کړي وو.

طالبانو له دې څه موده وړاندې په ننګرهار، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او زنداني کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف محتسبینو په دې وروستیو کې پر موسیقۍ غږولو محدودیتونه زیان کړي او کنټرولي پوستې یې جوړې کړي څو خلک له موسیقۍ غږولو منعه کړي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید