خانه خبرهاد «کابل انتقادي مکتب»: افغان مېرمنې له پامه غورځول شوي

د «کابل انتقادي مکتب»: افغان مېرمنې له پامه غورځول شوي

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات 59 بازدید
Photo: Global Campaign to Eliminate Violence Against Women

د «کابل انتقادي مکتب» په نوم بنسټ یو شمېر غړو د ښځو نړیوالې ورځې را نږدې کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغان مېرمنې په تیارې کې پرېښودل کېږي.

د یاد بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیواله کچه د ښځو پیوستون د افغان مېرمنو له ګډون پرته هیڅ ارزښت نه لري.

خبرپاڼې زیاته کړې چې افغان مېرمنې نه یوازې د خپل ځان لپاره بلکې د یو ګډ ښځينه هویت لپاره مبارزه کوي او په دې برخه کې یې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ له دې واندې هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې‌کېدو ته په غبرګون کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې وه، چې طالبانو افغان نجونې له اسلامي او شرعي حق څخه محرومې کړي دي.

د دغه ننسټ ویلي و، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او دغه راز د پوهنتونونو د نه پرانستلو او ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول ښيي چې د ښځو له حقونو سره سیاسي معامله کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې تېرې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي او دوی له حپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړي دي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید