د بشري حقونو یوه مدافع ډله ۳۰ افغان نجونې د زده کړو لپاره کاناډا لېږي

د بشري حقونو یوې مدافع ډلې ویلي چې په کاناډا کې یې د «رجاینا» پوهنتون سره هوکړه کړې، چې له مخې به یې په قطر کې اېسار پاتې ۳۰ افغان ښځینه محصلانې کاناډا ته د زده کړو لپاره ولېږدوي.
ګلوبلنیوز په یوه راپور کې ویلي چې د بشري حقونو مدافع دا ډله توانېدلي له ۱۴۰ زره تر ۵۰۰ زره ډالرو پورې پیسې راټولې کړي، چې د رجاینا پوهنتون د هغوی د فیسونو د ورکړې لپاره ورته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي چې د رجاینا پوهنتون د دغو ښځينه محصلانو د منلو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د مالوماتو له مخې پر افغانستان د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته د افغان نجونو د ملاتړ پروژې په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې ودرول شوې، چې له امله یې دا ۳۰ محصلې نجونې تر هغې وروسته چې په قطر کې د امریکا مالي مرستې بندې شوې، له نامعلوم برخلیک سره مخ شوې.
له دې څه موده وړاندې امریکايي رسنیو راپور ور کړ، چې د ډونلډ ټرمپ په امر د یوسېډ ختمېدو پسې هغه تحصیلي بورسونه هم ختم شول چې دې ادارې د افغانستان امریکايي پوهنتون زدکوونکو ته ورکړي وو.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او دغه راز پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.