افغان ښځينه فوټبال لوبډلې له کوک ټاپوګانو ماتې وخوړه
د افغانستان او کوک ټاپوګانو ښځینه لوبډلو ترمنځ د نیوزیلنډ په کلنډ ښارکې دوستانه سیالي ترسره شوه چې په کې افغان لوبډلې ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې، د فیفا له لوري په نړیوالو لوبو کې د جواز تر لاسه کولو وروسته دا لومړنۍ سیالۍ وه چې په کې له ماتې سره مخ شوه.
افغان ښځينه فوټبال لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې له سیالې لوبډلې یو ګول په تر لاسه کولو شا ته پاتې شوه او په دویمه نیمايي کې بریالۍ نشوه، چې ګول وکړي چې لوبه یې یې یو د صفر په مقابل کې سیالې لوبډلې ته بایلوده.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۸مه نېټه د نیوزیلنډ په کلنډ ښار کې ترسره شي.
د افغانستان د ښځينه فوټبال اوسنۍ لوبډله د «افغان محتده ښځو» فوټبال لوبډله په ۲۰۲۵ کال په می میاشتد ښځینه لوبغاړو څخه جوړه شوې ده.
له دې څه موده وړاندې فیفا ویلي و، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله کولی شي، د طالبانو له تایید پرته په رسمي لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.